د کرمې په نورو علاقو کښې هم فريقينو ترمينځ ډز بندي شويده،ډپټي کمشنر جاويدالله محسود وينا ترمخه د لوئر او اپر کرمې په ټولو مقاماتو ډز بندۍ نه پس دې علاقو کښې د سيکيورټي فورسز دستے تعينات کړې شويدي ۔
پاړا چنار۔ پيښور روډ او د تګ راتګ نورې لارې اوسه پورې بندې دي، چې لوجې اوس هم مقامي خل د يو شمير ستونزو سره مخ دي ۔
ډپټي کمشنر کرم وينا ترمخه د عارضي ډزبندۍ د اعلان نه پس د اپر کرم کونج عليزئي ، مقبل ، تري منګل او پيواړ کښې تيره ورځ په جنګ بندۍ عمل درآمد شوې دې ۔
ډي سي مطابق لوئر کرم صده ، ښار کلي ، ميروکس ، بالش خيل ، سنګينه ، بګن ،ټالوکونج او بادشاه کوټ هم ډز بندي شويده ۔
بلخوا پاړه چنار پيښور روډ او د کرمې نورې مهمې لارې لا تراوسه پورې بندې دي ، په ګاډو ډزو او دي پس د فريقينو ترمينځ خونړۍ انښتو کښي يولس ورځو دوران په مجموعي توګه يو سل ديرش کسان په حق رسيدلي ، يو سل شپږ اتيا ژوبل شوي هم دي ۔