اسلام آباد: په سوشل ميډيا رياست خلاف شر او فساد خورونکو خلاف قانوني کاروائيانې تيزې کړي شويدي ۔
حکومت د رياستي ادارو خلاف منفي پروپيګنډو کښې ککړ نور اووه ملزمانو خلاف مقدمي درج کړي چې ورسره دې کيسونو کښې ککړ کسانو خلاف د درج مقدمو شميره نهه ديرش ته رسيدلې ده ۔
چې کومو ملزمانو خلاف مقدمې درج شوي هغوي کښې اسامه عمر فاروق، غلام اکبر ، محمد ابوبکر ، علي شان ، محمد شوکت ، ميا عمران او محمد بلال شامل دي او تعلق ئې مظفرګړ ضلعې سره ښودلې شويدې ۔
دې نه وړاندې هم دوه ديرش ملزمان ګرفتار کړي شوې وو، ګرفتار ملزمانو خلاف به سخته کاروائي عمل کښې راوستې شي ۔