کرک کښې په پلاسټيکي تهيلو کښې ګيس وړالو باندې په مکمل توګه بنديز لګولے شوي. په دي حقله د ضلعی انتظاميه لخوا دفعه يوسل څلور څلويښت هم لګول شوی ، کرک تحصیل بانډه داود شاه کښې پخوا راهسي خلک ګيس په پلاستيک تهيلو کښې کورو ته راوړي.
کرک سيمه بانډه داود شاه او خوا او شا علاقو کښې ځائي خلک قدرتي ګيس په پلاستيک تهيلو کې کورونو ته وړي کوم چي دخطری نه ډک عمل دي، خو بيا هم خلق پلاستيک تهيلو کښې ګيس اچوي او استعمالوي۔
د ګيس نه ماله مال کرک ځینې علاقو اوسيدنکی د ګيس د سهولت نه محرومه دي چې لوجې ئي ځائي خلک د ګيس پایپونو نه په پلاستيکي تهيلو کښې په ګيس وړولو مجبوره دې۔
دي خطرناکه عمل پرضد ډپټي کمشنر کرک په پلاستيکي تهيلو باندې بندیز لګولی او خبرداری ئي ورکړي چي څوک هم داسی قسمه غیر قانونی کارونه کوي پرضد به ئي کارروائي کيږېڅ