نګران وزير اعظم انوار الحق کاکړ وئيلي چي پاکستان کښي غير قانوني توګه ميشته بهر ملکيان به نيولو پس ډي پورټ کولے شي ، افغان حکومت خپلو وګړو راتګ لپاره تيار دے ، وزير اعظم په ډاګه کړي چي افغانستان لخوا پاکستان لپاره ښه جذبات په نظر نه راځي ،د غير قانوني افغان کډوالو ليګلو تعلق د ټي ټي پي حملو سره دے.
نګران وزير اعظم انوار الحق کاکړ يو نجي ټي وي سره مرکي په وخت وئيلي چي پاکستان کښي غير قانوني توګه موجود خلکو لپاره د فلټريشن نظام تشکيل شوے ، غير قانوني بهر ملکيان به د ګرفتارۍ نه پس ډي پورټ کولے شي ، د ډيډلائن پس په زرګونو غير قانوني کډوال خپل وطن ته تلي ، د مهلت ختميدو پس به د غير قانوني کډوالو خلاف به سخت ايکشن اخيستل کېږي
وزير اعظم زياته کړي چي په قانوني توګه افغان وګړي پاکستان ته تګ راتګ کولے شي ، افغانستان سره مونږ خپله رشته ختمول نه غواړو،د افغانستان لخوا پاکستان لپاره ښه جذبات په نظر نه دي راغلي ، افغانستان بارډر نه مني ، پاکستان پنځوس کالو راهسي د پنځوس لکه افغان مهاجرينو ميلمستيا کړي ۔
وزير اعظم اوئيل چي دا واضحه ده چي افغانستان نه د ټي ټي پي تشکيل کيږي ، ټي ټي ټي حملو سره د غير قانوني افغان کډوالو ليګلو سره تعلق شته ، د پاکستان د حفاظت لپاره هر قسمه آپشن استعمالولے شو۔