د چيرمين پي ټي ائي او بشري بي بي غير شرعي نکاح کيس، د نکاح خوان مفتي سعيد او ګواه عون چوهدري بيانات ريکارډشوې ، مفتي سعيد عدالت ته ويلي چي ماته روستو معلومه شوه چي نکاح د عدت دوران شوي وه، عون چوهدري ويلي چي چيرمين پي ټي ائي ووئيل چي که ځما نکاح اوشوه نو ځا به وزيراعظم جوړيږم.
دکيس سماعت سول جج قدرت الله کړي،دوران سماعت نکاح خوان مفتي سعيد او ګواه عون چوهدري عدالت ته پيش شوي او خپل بيانات ئي ريکارډ کړي، مفتي سعيد ويلي چي ماته يکم جنوري دوه زره اتلس کي د چيرمين پي ټي ائي او بشري بي بي د نکاح ويلي شوي وو، په فروري کي راسره دوباره رابطه اوشوه چي وړومبي نکاح د عدت دوران وه، لهذا مونږ دوباره د چيرمين پي ټي ائي او بشري نکاح اوکړه، عون چوهدري ويلي چي ماته چيرمين پي ټي ائي ويلي وو چي ځما د وزيراعظم جوړيدو بشارت راغلي، خو دي لپاره ضروري ده چي زر تر زره نکاح اوشي، مونږ د بشري او چيرمين پي ټي ائي نکاح اوکړه، او بيا مو ورله دوباره نکاح اوتړله ځکه چي وړومبي نکاح په عدت کي شوي وه.