د چيئرمين يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ کښې شوې د سينيټ اجلاس دوران د سپريم کورټ ججانو شميره سيوا کولو په حقله ترميمي بل وړاندې کړې شوې دې ۔
ترميمي بل سينيټر عبدالقادر پيش کړې، چې پکښې وئيلي شوي چې سپريم کورټ کښې درې پنځوس زره نه سيوا کيسونه زير التوا دي ۔
بل مطابق شپاړس ججان سيوا کول پکار دي، بلخوا پي ټي آئي د بل مخالفت کړې، او وفاقي حکومت ئې حمايت کړېدې ،چيئرمين سينيټ دغه بِل د نورې کاروائۍ لپاره متعلقه کميټې ته ليږلې دې ۔
بل کښې وئيلي شوي چې سپريم کورټ کښې د چيف جسټس او دوه ايډهاک ججانو پشمول د ججز تعداد نورلس دې ، دري پنځوس زره نه سيوا کيسونه زير التوا دي، کيس راتلو کښې دوه، دوه کاله وخت تيريږي ۔
بل کښې وئيلي شوي چې سپريم کورټ کښې شپاړس ججان سيوا کول پکار دي،سپريم کورټ کښې آئيني معاملات ډير راځي، لارجر بنچونه جوړ شي او ججان آئيني معاملات ګوري ۔
وزير قانون اعظم نذير تارړ اوئيل چې کال دوه زره پنځلسم نه سزائے موت کيسونو اپيلونه زير التوا دي، پيښور هائيکورټ لس ججانو اضافه غوښتې ده، هلته پي ټي آئي حکومت دې، هغوي ججان نه ورکوي، بل دې کميټې ته اوليږلې شي ۔
پي ټي آئي د سپريم کورټ ججانو تعداد کښې ترميمي بل مخالفت کړېدې او نعرے ئې هم وهلې دي، چيئرمين سينيټ ترميمي بل متعلقه کميټې ته ليږلې دې ۔