برآمدات کښې لويه اضافه،وزارت تجارت وئيلي چې روان کال په آخرې مياشت کښې برآمدات کښې لويه اضافه ليدلے شوې،ولې تجارتي خساره او درآمدات کښې کمې ريکارډ شويدې، برآمدات کښې درې ديرش اعشاريه يو فيصد اضافه ريکارډ شويده، او درآمدات کښې دولس اعشاريه اته فيصد کمي شوې،دغه رنګ يکم نه تر شلم دسمبر پورې تجارتي خساره کښې يو پنځوس اعشاريه درې فيصد کمې شوې.
وزارت تجارت سرچينو مطابق دسمبر په اولنې شل روځو کښې سالانه بنيادونو باندې برآمدات کښې درې ديرش اعشاريه يو فيصد اضافه ريکارډ شويده،دغه رنګ روان کال يکم دسمبر نه تر شلم دسمبر پورې برآمدات يو ارب دوه نوي کروړ ډالر دې ،ولې تير کال په دې مياشت کښې برآمدات حجم يو ارب پنځه څلويښت کروړ ډالر وو
سرچينو ترمخه يکم نه تر شلم دسمبر پورې درآمدات کښې دولس اعشاريه اته فيصد کمي شوې، بلخوا يکم نه شلم دسمبر پورې درآمدات کښې دوه ارب شپږ اوويا کروړ ډالر وو
وزارت تجارت سرچينو وئيلي چې تير کال دسمبر مياشت کښې درآمدات حجم درې ارب اوولس کروړ ډالر وو، يکم نه تر شلم دسمبر پورې تجارتي خساره کښې يو پنځوس اعشاريه درې فيصد کمې شوې،ولې روانه مياشت اولنې شلو روځو کښې تجاتي خساره څلور اتيا کروړ ډالر ريکارډ شوې ده ، تير کال په دې مياشت کښې تجارتي خساره يو ارب دوه اوويا کروړ ډالر وه