د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو مشير بيرسټر محمد علي سيف خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې وزيراعلی علي امين ګنډاپور تيره شپه د امن جهنډې په لاس جمرود ته تلې وو، علي امين ګنډاپور ته وزيراعلی هاؤس کښې ګرينډ جرګې د کالعدم پي ټي ايم معامله حل کولو اختيار ورکړې وو ۔
مشير اطلاعات اووئيل چې د وزيراعلی اولنۍ ترجيح صوبه کښې امن و امان په ځائې کول او د اولس جان او مال تحفظ کول دي ۔
هغه مخکښې اووئيل چې وزيراعلی د جرګې په ذريعه کالعدم پي ټي ايم سره کامياب مذاکرات کړي،او د حکومت جرګه کښې د ټول سياسي جماعتونو مشران شامل وو ۔
بيرسټر سيف مطابق دغه کامياب مذاکراتو کښې فيصله شوې چې د کالعدم پي ټي ايم جرګه کښې به د آئين ،رياست او پاک فوج خلاف هيڅ قسم نعره بازي نۀ کيږي، د بل يو ملک جهنډې اوچتولو اجازت به هم نۀ وي ۔
بيرسټر سيف اووئيل چې د جمرود جرګې ميزباني به پخپله خېبرپښتونخوا حکومت او وزيراعلی کوي چې پکښې د امن و امان په ځائې کيدو په اړۀ تفصېلي غور کولې شي ۔
مشير اطلاعات زياته کړې چې د جرګے ګډونوالو لپاره به د ډوډۍ او نور ټول انتظامات هم صوبائي حکومت کوي ،د جرګې مطالبات به بيا وفاقي حکومت په وړاندې کيښودې شي ۔
بيرسټرسيف دا هم وئيلي چې په يو تنظيم د بنديز لګولو اختيار وفاقي حکومت سره دې او دې لړ به فيصله سپريم کورټ کوي ۔
هغه اووئيل چې خېبرپښتونخوا کښې د امنيت بحالۍ لپاره مونږ هر چا سره خبرو ته تيار يو، د وزيراعلی دا وخت د ټولو اولنۍ ترجيح صوبه کښې امن و امان په ځائې کول دي ۔