اسلام آباد: خپل يو بيان کښې دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې ډي چوک پيښې دوران د مړو د شميرې نه صرف د لاتعلقۍ اظهار کافي نۀ دې ،پي ټي آئي د غزه شهيدانو سره د ډي چوک معامله تړلې ده ۔
خواجه آصف اووئيل چې دوي د دوه سوه اته اوويا کسانو د مړو دعوې کړې وې، لکه چې د پي ټي آئي مشرانو مړي پخپله شمارلې وي ۔
دفاع وزير پي ټي آئي ته چيلنج ورکړې چې د دولس مړو دې هم ثبوت راوړي، د چا د جنازې تصوير يا د وارثانو څه معلومات که دوي سره وي نو په ډاګه دې کړي،ګنډاپور پشمول دا ټول صرف بهتان تراشي کولې شي ۔
خواجه آصف د پي ټي آئي چيئرمين بيرسټر ګوهر ته په اشاره اووئيل چې د پي ټي آئي مشرانو د غزه د شهيدانو تصويران په سوشل ميډيا شيئر کړيدي ۔
خوانه آصف زياته کړې چې د تحريک انصاف دغه جعلسازي او دهوکې د پارټۍ کلچر ډير په ښه شان په ډاګه کوي ۔