د جسټس يحيیٰ آفريدي په چيف جسټس جوړيدو د ټول ملک وکيلانو تنظيمونو ردعمل راغلې، د مختلف بارکانسلز مشرانو د حکومت دغه فيصله ستائلي او نامزد چيف جسټس ته ئې د هر قسمه مرستې يقين دهاني هم کړي ده ۔
دملک مختلف بار کونسلز لخوا جاري شوي بيانونو کښې د نوې چيف جسټس لپاره د نيک خواهشاتو اظهار شوے ،بار کونسلز اميد څرګند کړے چي د عدليي آزادي او تقدس خيال به ساتلے کيږي ۔
د مختلف بار کونسلز مشرانو په خپل بيانونو کښې د چيف جسټس په عهده تعيناتي باندې جسټس يحيیٰ آفريدي له مبارکي ورکړې،
د خېبر پښتونخوا، اسلام آباد، سند،لاهور بهاولپور بار اور د ملک نور بار کونسلز په جسټس يحيیٰ آفريدي اعتماد څرګند کړې او باور ئي ورکړےې د نوې چيف جسټس سره به مکمل مرستې کولې شي ۔