بنو کښې نامعلومه کسانو په ممباتي بارکزائي سيمه کښې جينکو ګورنمنټ سيکنډري سکول سوزولي شويدے،ذرائع ترمخه نامعلومه کسانو د سکول ليبارټرۍ سامان ته اوور لګولي ،چې پکي ليب ټول سامان سوزيدلي دې ،بلخوا کالعدم تنظيم د سکول مالک ته تعليمي ادارے د بندولو دهړکه ورکړيده.
بنو کښي نامعلومه کسانود شپي جينکي سکول ته اوور لګولے، چې پکي د سکول وداني او سائنسي ليباټري په
مکمل توګه سوزيدلي ده، ملزمانو د شمسي پلانټس او پريشر پمپ هم ځان سره وړيدے،ذرائع ترمخه سکول په مين ګيټ د سکول بندولو دهمکي آميز تحرير هم لګولي شويدے،چي پرې ليکلي شوي چې سکول مالک دې په فوري توګه تعليمي اداره بنده کړې
تعليمي ادارے د سوزولو نه پس په سيمه کښې يره ترخه خوره شويده،ذرائع ترمخه نامعلوم کسانو پنځوس لاکه نه زيات د سکول سامان ته نقصان رسولي او زياتر کتابونه او اسټيشنز سامان سوزيدلي دې،بلخوا دا سکول چې د کوم تن په زمکه جوړ دے،هغه وائي نه پوهيږم دا کار به چا کړے وي،کيدے شي هغې خلکو دا هور لګولے وي څوک چې د دے سکول مخالف وي