دبنو مېرېان تهانړي په حدود کښې نامعلومه وسله والو په پوليسو ډزې کړي،چې په نتيجه کښې ئې يو پوليس اهلکار شهيد شوے،او بل زخمي شوے،پوليس وائي چې جوابي کاروائۍ کښې يو حمله کوونکے وسله وال زخمي شوے.
د بنو پوليس وائي چې د ميريان تانړے په حدود کښې په پوليس پارټۍ ډزې شوي چې ورستو ئې د پوليس او د نامعلومه وسله والو ترمينځه د کافي وخته پورې د ډزو تبادله شوي،پوليس وائي چې د ډزو په نتيجه کښې دوه اهلکار زخمي شول ولې بيا ورستو يو اهلکار په هسپتال کښې په شهادت اورسيدو ولې د دوئم ژوبل اهلکار علاج روان دے او حالت ئې د خطرے نه بهر دے.
پوليس ذرائع دا هم وائي چې په جوابي کاروائۍ کښې يو وسله وال هم زخمي شوے،چا چې په نزدے ابادۍ کښې پناه اخستي ولې د نيولو لپاره ئې اپريشن جاري ساتلے شوے.