پاکستان تحريک انصاف مشران وائي چې پي ټي آئي باندې پابندي لګول څه د ماشومانو لوبي نه دي، بيرسټر ګوهر وئيلي چي نن حکومت اعلان کړې چې په پي ټي آئي دي پابندي اولګولے شي،مونږ د دي بيان سخت مذمت کوو،دا سراسر د سپريم کورټ توهين دے، د پي ډي ايم حکومت زمونږ نشستونو ته توجو لرې کولو لپاره داسي قسمه بيانات ورکوي، اپوزيشن ليډر عمرايوب وينا وه چې سپريم کورټ پي ټي آئي يو سياسي پارټي ډکليئر کړيده،او نن چي کوم پريس کانفرنس شوې ،هغه صرف د دوي خواهشات کيدے شي، شبلي فراز مطابق د ګوډاګي حکومت وزيراطلاعات پريس کانفرنس دراصل په وړه خوله لوے خبرې دي
دپاکستان تحريک انصاف عمرايوب،چيئرمين پي ټي آئي بيرسټرګوهر،شبلي فراز نور مشرانو پريس کانفرنس کړېدې،بيرسټر ګوهر وئيلي چي نن حکومت اعلان کړې چې په پي ټي آئي دي پابندي اولګولے شي،مونږ د دي بيان سخت مذمت کوو،دا سراسر د سپريم کورټ توهين دے،سپريم کورټ مونږ ته ريليف راکړے،سپريم کورټ دا د پي ټي آئي حق ووکوم چې هغوي ته ميلاو شويدې
بيرسټر ګوهر زيات کړې چې د پي ډي ايم حکومت زمونږ نشستونو ته توجو لرې کولو لپاره داسي قسمه بيانات ورکوي،شپږ کروړه ووټونو کښې پي ټي آئي درې کروړه ووټ اغستې دې،دا خلق فارن فنډنګ کيس او سائفر کيس کښې پي ټي آئي باندې پابندي لګوي،حالانکه د ن ليګ ته دا پته نشته چې په مونږ اوس فارن فنډنګ کيس شته هم نه
اپوزيشن ليډر عمرايوب وينا وه چې سپريم کورټ پي ټي آئي يو پارټي ډکليئر کړيده،او نن چي کوم پريس کانفرنس شوې ،هغه صرف د دوي خواهشات کيدے شي، مونږ د پيپلزپارټئ او ايم کيو ايم نه ډيمانډ کوؤ چې هغوي دي ميدان ته راشي او صفا صفا دې ووائي چې هغوې د ن ليګ دبيان حمايت کوي؟
عمرايوب اوئيل چي د بجلۍ نرخونه دوي سيوا کړي،د ګرانۍ سيلاب راروان دے، اوس چي کومه ګراني راراونه ده عوام د هغې سوچ هم نشي کولے
شبلي فراز وينا وه چې د ګوډاګي حکومت وزيراطلاعات پريس کانفرنس دراصل په وړه خوله لوے خبرې دي،پي ټي آئي باندې پابندي لګول څه دي ماشومانو لوبي نه دي