اسلام آباد( فيض الوهاب ) د متحده قامونو سلامتي کونسل د ترهه ګرو بين الاقوامي ډلو داعش ، القاعده او د دوئي ملګري ګروپونو په ا ړه د کونسل تجزياتي مرسته او پابندو نګراني کونکې ټيم رپورټ کښې وئيلي چې د طالبانو رضامندۍ او بعضې وخت کښې مرستو سره کالعدم ټي ټي پي دپاکستان دننه حملې تيزې کړي،چې پکښې په بنيادي توګه فوجي تنصيبات په نښه کيږي
رپورټ مطابق پاکستان کښې دې تير شوي څو ورځو کښې اته سوه نه سيوا حملې شويدي
رپورټ ترمخه د ټي ټي پي کميپ القاعده او طالبانو شموليت سره مقامي افغان وسله وال ډلو ته تربيت ورکولي کيږي
رپورټ کښې وئيلي شوي چې کالعدم ټي ټي پي سره تر شپږ نيم زره پورې ترهه ګر موجود دي،او دغه ترهه ګر د افغانستان نه ترلاسه شوې د نيټو وسلې استعمالوي،دغه وسله کښې د نائټ ويژن آلات هم شامل دي
رپورټ کښې زياته کړې شوې چې القاعده د ټي ټي پي لپاره د وسلې او خودکش جيکټۍ اخستو لپاره فنډنګ هم کوي،د افغانستان څخه د ترهه ګرۍ خطره د ملګري ملتونو رکن ملکونو کښې د انديښنې وجه جوړيږي
رپورټ زياتوي چې پاکستان مسلسل د نړيوالې ورورلۍ توجو د ټي ټي پي ترهګرو لخوا سلامتيا خطرې ته راګرځولے،ځکه چې دوي ته بهرنۍمرسته هم حاصل ده
ر پورټ مطابق دالقاعده رهنما ابو اخلاص المصري د افغانستان په کُنړ صوبه کښې کالعدم ټي ټي پي ته د خودکش بمبارو تربيت فراهم کولو کښې جماعت الاحرار ګروپ هم د دوي مرستې کوي
سلامتي کونسل وئيلي چې د رکن ملکونو اندازه ده چې زير اثر علاقو کښې کمې او د قيادت دننه اختلافاتو باوجود د داعش جنګيالو شميره څلور زره نه شپږ زره ته رسيدلې ده،ولې د القاعده افغانستان کښې مقام او طاقت کښې څه قسمه بدلون نه دې راغلې