بنګله ديش کښې د ډينګي ناروغې لوجې نهه سوه کسان پحق رسيدلي دي،مړۀ شوي کسانو کښې ماشومان هم شامل دي،د ډينګي مخنيوي لپاره د بنګله ديش حکومت شهريانو ته اپيل کړې چې د خپلو کورونوګير چاپير دې اوبو ډنډان دې ختم کړي شې چې ډينګي لارو افزائش نسل مخ اونيولي شې۔
غير ملکي خبري ادارې رپورټ ترمخه ډينګي ناروغي په بنګله ديش کښې د وبا شکل خپل کړيدے،د مريضانو په شميره کښې مسلسل زياتوالې روان دې ،هسپتالونو کښې د رش لوجې د مريضانو لپاره بيډونه کم شوي۔
رپورټ ترمخه روان کال د ډينګي نه متاثره شوي خلکو شميره يو لاکه او اووه اتيا زرو نه سيوا شوې ده،د بنګله ديش وزارت صحت چارواکو ويلي چې ډينګي مخنيوي لپاره د حکومت له اړخه د ملک په مختلف برخو کښې ډينګي بچاو سپرې کولو فيصله شوې ده۔