باجوړ کښي د عوامي نيشنل پارټۍ رهنما مولانا خانزيب د نامعلومه کسانو په ډزو شهيد شوې ،ډزو کښې يو پوليس اهلکار پشمول دوه نور کسان هم پحق رسيدلي دي ۔
مولانا خانزيب په ديارلسمه جولائۍ کيدونکي امن پاڅون لپاره کمپين کولو ته روان وو چې شنډئۍ موړ سره نيزدې پرې نامعلومه کسانو ناترڅه ډزې کړي ۔
د نامعلومه کسانو ډزو نه پس مولانا خانزيب او نور متاثره کسان هسپتال ته رسولي شوي وو ،چرته چې ډاکترانو د هغوي د شهادت تصديق کړې دې ۔
هسپتال کښې د مولانا خانزيب او د نورو شهيدانو خپل خپلوان ګنړ شمير کښې راغلي وو ۔
مولانا خانزيب باجوړ نه د اے اين پى د قامي اسمبلې ممبر پاتې شوې ،بلخوا عوامي نيشنل پارټۍ دمولانا خانزيب د شهادت تصديق کړې دې ۔
مقامي اولس وائي چي شهيد مولانا خان زيب د پښتنو په سيمه د امن داعى وو ۔