خېبرپښتونخوا کښې عوامي نيشنل پارټې ته لويه دهچکه رسيدلې، سابق ايم پي اے او د بلورخاندان اهم غړي ثمر هارون بلور مسلم ليګ ن کښې د شموليت فيصله کړې ۔
تفصيلاتو مطابق ثمر هارون بلور د سابق ايم پي اے هارون بلور شهيد کورودانه او د شهيد بشير بلور انګور وه،مختلف سرچيني وائي چې ثمر هارون بلور په باقاعده توګه د وزيراعظم شهبازشريف سره ملاقات شوې چې پکښې ئې اے اين پي پريښودو او مسلم ليګ ن جائن کوؤلو فيصله کړيده ۔
د هارون بلور شهادت وروستو ثمر هارون بلور ضمني اليکشن کښې ايم پي اے منتخب شوې وه، د ډيرې مودې راهسې ئې د اے اين پي قيادت سره اختلافاتو لوجې د پارټې نه کناره کشي اختيار کړې وه ۔
بلخوا حاجي غلام احمد بلور اے اين پي پريښوردو خبرونه مسترد کړيدي او وئيلي دي چې پارټې لپاره ئې ډيرې قربانې ورکړي، پارټې به چرې هم پرينږدي ۔