هوبارټ کښې لوبيدلې دريم او آخري ټي ټوينټي ميچ کښې آسټريليا پاکستان ته په اووه وکټو شکست ورکړې او سيريز ئې درې صفر سره په خپل نوم کړېدې ۔
پاکستان ټاس ګټلو سره د بيټنګ فيصله کړې وه ،ولې دغه فيصله غلطه ثابت شوې وه،د پاکستان ټول ټيم نورلسم اوور کښې يو سل اوولس رنز باندې آؤت شوې ۔
پاکستان طرف نه بابراعظم يو څلويښت ،حسيب الله څليريشت ،عثمان خان درې، عرفان خان په لس رنزونو آوټ شوې وو۔
آسټريليا لخوا ايرون هارډي درې وکټې ترلاسه کړې ، دغه رنګ ايډم زمپا او سپينر جانسن دوه دوه وکټې حاصل کړې وې ۔
د مقرره رنز هدف آسټريليا په دولسم اوور کښې درې وکټو په زيان پورا کړې او ميچ ګټلو سره ټرافي ئې هم په خپل نوم کړې ده ۔
آسټريليا لخوا مارکس سټوئنس جارحانه بيټنګ کړې او يو شپيته رنز جووړولو سره د ميچ بهترين لوبغاړي ګرځولې شوې دې ، سپنسر جانس سيريز کښې اته وکټې اخستو باندې د سيريز غوره کهلاړي اعزا اخستې دې ۔