د چئيرمين پي ټي آئي کور ودانې بشري بي بي مبينه آډيو ليک معامله باندې د ايف آئي اے پلټنو پرضد متفرق درخواست دائر کړے، درخواست کښې دريز خپل شوے چې په دې عدالت کښې مرکزي کيس د مخکې نه زير سماعت دې او عدالت په اتلسم ستمبر ايف آئي اے ته د قانون مطابق کارروائې هدايت ورکړې۔
بشري بي بي د وکيل لطيف کهوسه په زريعه اسلام آباد هائي کورټ کښې متفرق درخواست جمع کړے ، درخواست کښې وئيلي شوي چې مرکزي کيس په ديرشم ستمبر سماعت لپاره مقرر کړے شوې، د کيس زير التوا کيدو باوجود هم ايف آئي اے په نولسم ستمبر طلبۍ نوټس جاري کړے۔
بشري بي بي درخواست کښې استدعا کړے چې که چرې ايف آئي کارروائي جاري ساتي نو د پټيشنر حقوق متاثره کيږي، ترڅو چې کيس زير التوا دې نو عدالت دې د ايف آئي اے نوټس معطل کړ۔