د پنډۍ ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت جج امجد علي شاه د نهمې مئې جي ايچ کيو حمله کيس سماعت کړيدې او حمله کېښ ککړ د يو شمير ملزمانو د ګرفارۍ وارنټ ئې جاري کړېدي ۔
عدالت د خېبرپښتونخوا وزيراعلیٰ علي امين ګنډا پور پشمول د تحريک انصاف پينځه ويشت ملزمانو ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتاري جاري کړې ۔
عدالت د شبلي فراز، شهريار آفريدي، زين قريشي، کنول شوزب ،طاهر صادق او تيمور مسعود ملک هم وارنټ ګرفتاري جاري کړې، انسداد دهشت ګردۍ عدالت سي پي او پنډي ته د ملزمانو ګرفتارولو او په لسم دسمبر عدالت ته پيش کولو هدايت ورکړيدې ۔
څرګنده دې وي چې په پينځم دسمبر د نهم مئي جي ايچ کيو حمله کيس کښې باني پي ټي آئي پشمول سل ملزمانو باندې فرد جرم لګولې شوېدې