بنو فتح خيل پوليس په چوکۍ د ترهه ګرو حمله ناکامه کړې شويده، پوليس وينا مطابق د ترهه ګرو حملې وروستو فوري جوابي کاروائۍ کښې درې حمله کونکي وژلي شوي او نهه ژوبل شويدي ۔
بنو: د پوليس وينا مطابق بنو منډان تهاڼې حدود فتح خيل کښې په پوليس چوکۍ بيګا د شپې ناوخته ترهه ګرو حمله کړې، کومه چې پوليس فوري جوابي اکروائۍ سره ناکامه کړې شويده ۔
پوليس چارواکو وئيلي چې حمله کښې د دواړه اړخونو نه د درنې او سپکې وسلي سره ډزې شوي دي ۔
پوليس ترمخه په فوري جوابي کاروائۍ حمله کونکي په تيښته مجبوره شويدي، او دې دوران د ډزو تبادله کښې درې ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شويدي، دې دوران نهه ترهه ګر ژوبل شوي هم دي ۔
د پيښې په اطلاع ډسټرکټ پوليس افيسر ياسر آفریدي د نور سينئر پوليس چارواکو پشمول د لوئې نفرۍ سره د پيښې ځايې ته رسيدلي وو او د سيمې جائزه ئې اخستې وه ۔
پوليس چارواکو دا هم وئيلي چې د پيښې وروستو پوليس سيمه کښې سرچ آپریشن شروع کړې دې ۔

