د بلوچستان په دوکۍ سيمه کښې د نامعلومه کسانو لخوا په ډزو د د سکرو درنګ کښې کارکونکي شل مزدوران وژلي شوي او اووه نور سخت ژوبل شويدي ، مړۀ شوي مزدورانو کښې د دوؤ تعلق د افغانستان سره ښودلې شويدې ۔
د دکي تهاڼې ايس ايچ او همايون خان وينا ترمخه شرخوښو په درنګ د لاسي بمونو او راکټ لانچرو په ذريعه حمله کړې وه چې لوجې ئې لوئې ځاني زيان شويدې ۔
ايس ايچ او مطابق پحق رسيدلي ټول مزدوران پښتانۀ دي ، چې پکښې د درې مزدورانو تعلق پشين، څلور قلعه سيف الله، درې ژوب، دوه افغانستان، يو کچلاک، يو لورالائي سره ښودلې شويدې۔
شرخوښو د حملې نه پس دغه سيمه کښې موجود لوئې مشينري هم سوزولې او بيا تيښټه کښې کامياب شويدي ۔
وزيراعلی سرفراز بګتي د پيښې نوټس اخستي او د ترهه ګرو خلاف فوري او موثره کارروائي کولو حکم ئې کړېدے
په ياده ضلع کې تر يولس سوه زيات د سکرو درنګونه دي چې پکې د پنځوس زره شاوخوا مزدوران کار کوي چې لوی شمېر پکښې د افغانستان، خېبر پښتونخوا او بيا د بلوچستان د سيمې د مزدورانو دی ۔