د سوات ښار مينګورې سره تعلق لرونکې عامر خان د پاکستان له اړخه په بنکاک کښي په اووم تائي کوانډو چيمپئين شپ کښې د پاکستان نمائندګي کړې ۔
عامر خان دري مقابلي کړي چې پکښې ئې دبهارت، نيپال او فلپائن لوبغاړو له ماتې ورکړې او د سرو زرو تمغه ئې تر لاسه کړې دې ۔
عامر خان دې نه وړاندې هم په قامي سطح مقابلې ګټلي او په نړيوالو مقابلو کښې ئې د پاکستان نمائندګي کړيده ۔
د تائي کوانډوګولډ ميډلسټ عامر خان خپله ګټه د سوات په نوم کړي ده ۔