وفاقي حکومت د اکتوبر له لومړۍ نيټې نه تر پنځلسم اکتوبر پورې د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د نور کمي اعلان کړې دې ۔
د خزانې وزارت لخوا جاري شوي نوټيفيكشن کښې وئيلي شوي چې د پټرولو په نرخ كښې دوه روپۍ 7 پيسې او د لائټ ډيزلو په نرخ كښې 1 روپۍ 3 پيسې في ليټر كمې شوېدې ۔
د نوټيفيکيشن مطابق د کمي نه پس د پټرولو نوې قيمت 247 روپۍ 3 پيسې في ليټر، د ډيزلو نوې قيمت 246 روپۍ 29 پيسې او د لائټ ډيزل تېلو نوې قيمت 140 روپۍ 90 پيسې مقرر شوې دې۔
نوټيفيکيشن کښې داهم وئيلي شوي دي چې د خاورو تيلو نرخ هم 3 روپۍ 57 پيسې في ليټر کم کړې شوې چې ورسره د خاورو تيلو نوې نرخ في لټر 154 روپۍ 90 پيسې مقرر شويدې ۔
د پټروليم مصنوعاتو نوې نرخونه به د اکتوبر له لومړۍ نيټې څخه نافذيږي او دا نرخ به د اکتوبر تر پنځلسمې نيټې پورې نافذ وي.