پنډۍ، اسلام آباد او لاهور کښې ټولو نجي او سرکاري تعليمي ادارو کښې په شپاړسم دسمبر د عامې چهټۍ اعلان شويدې ۔
دچهټۍ په حواله جاري شوې نوټيفيکيشن مطابق د سقوط ډهاکه او سانحه آرمي پبلک سکول پيښور دشهيدانو په ياد کښي په شپاړسم دسمبر ګورنمنټ او پرائيويټ سکولز او کالجز کښې دچهټۍ اعلان شويدې ۔
د ډپټي کمشنر راولپنډي لخوا جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د پنډۍ ټول نجي او سرکاري تعليمي ادارې به د اے پي ايس تلين په موقع بندې وي ۔
د اسلام آباد تعليمي ادارې هم په دې موقع د بند ساتلو فيصله شوې او دې لړ کښې باضابطه نوټيفيکيشن هم جاري شويدې ۔
لاهور کښي به هم د سانحه اے پي ايس برسۍ په موقع سرکاري تعليمي اداررے بندې وي ، ډپټي کمشنر لاهور په شپاړسم دسمبر د چهټۍ نوټيفيکيشن جاري کړېدې ۔
د يادونې وړ ده چې د سقوط ډهاکه او اے پي ايس سانحه پيښور د شهيدانو په ياد کښې د سکولزاو کالجز چهټۍ دا ټوټيفيکشنز جاري شويدي ۔