پيښور کښې د وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور مشرۍ کښې د خېبرپښتونخوا اپيکس کميټۍ اجلاس شوې چې پکښې د بنو امن جرګې زياتره مطالبې تسليم کړې شويدي
د اپيکس کميټۍ مشترکه اعلاميه کښې وئيلي شوي چې ترهه ګرو خلاف به کاروائي کولې شي، پوليس به د وسله والو ډلو دفترونو خلاف بغير د تفريق کاروائي کوي
اعلاميې مطابق ترهه ګرو خلاف به پوليس او سي ټي ډي مشترکه کاروائي کوي، پوليس ته هدايات شوي چې هروخت دې خپل ګشتونه يقيني جوړ کړي، شکمنو علاقو او مدرسو کښې به سي ټي ډې کاروائي کوي
اعلاميې ترمخه د پولې هغه علاقې چرته چې پوليس کاروائي نشي کولې، دغه ځايونو کښې به فوج نه مرستې اخستې شي،
د اپيکس کميټۍ اعلاميه کښې مخکښې وئيلي شوي چې د بنو پيښې جوډيشل انکوائرې لپاره به عدليې ته درخواست ورکولې شي او صوبائي حکومت به خپل طرف نه هم انکوائري کوي
اعلاميې ترمخه عسکري ادارو په ډاګه کړې چې خېبرپښتونخوا کښې هيڅ آپريشن نه کيږي،د نوې نوکرو په تخليق کښې دې جنوبي اضلاع ته ترجيح ورکولې شي
اعلاميې ترمخه طورخم، خرلاچي، انګور اډه، غلام خان ،باجوړ او مومند پولو باندې دې د تجارت اجازت ورکړې شي، دې لړ کښې درخواست هم وفاقي حکومت ته پيش کړې شويدې،او دې اجازت سره به روزګار ميلاويږي او خوشحالي به راځي