د خير خيګړي ادارے الخدمت فاونډيشن لخوا تعليمي سکالرشپ پروګرام الفلاح سکالرشپ پنځه ويشت کاله مکمل شوي ، د الخدمت فاونډيشن الفلاح سکالرشپ پروګرام اعلي تعليم حصول لپاره بلا تفريق رنګ و نسل مستحق او زهين زدکونکو ته تعليمي وظائف ورکوي
د الخدمت فاونډيشن تعليمي سکالرشپ پروګرام الفلاح سکالرشپ سلور جوبلي مکمل کيدو خوشالي کښي کنونشن تابيا لاهور کښې اوکړلي شوه چي پکښې الخدمت فاونډيشن نائب صدر محمد عبدالشکور ، جنرل سيکرټري سيد وقاص جعفري ، ډاکټر مشتاق مانګټ نه علاوه الفلاح سکالرز او د جوند مختلف شعبو سره تعلق لرونکي ګنړ شمير خلکو ګډون اوکړو
په دغه موقع وينا کښې الخدمت فاونډيشن نائب صدر محمد عبدالشکور اوئيل چي الفلاح سکالرشپ بلاتفريق رنګ او نسل زهين زدکونکو ته تعليمي وظائف ورکوي ،هغه اوئيل چي الفلاح سکالرشپ پروګرام له لارے شپږ سوه څلور ډاکټرانو ، اوو سوه لس انجينئيرز ، يولس سوه پنځوس بي ايس آنرز پنځه سوه اته ويشت ګويجويشن زدکونکو خپل تعليم مکمل کړے
هغه زياته کړه چي الخدمت فاونډيشن به الفلاح سکالرشپ پروګرام په زريعه د ملک او قام خدمت سلسله جاري ساتي
دستوره کښې پوزيشن هولډر زدکونکو کښي انعامات سره نوي سکالرز کښي سکالرشپ اسناد تقسيم کړلي شو