اسلام آباد: د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ لخوا جاري شوې نوټي فکيشن مطابق صدر مملکت آصف علي زرداري سوسائيټيز رجسټريشن ايکټ دوه زره څليريشتم باندې دستخط کړې دې ۔
د صدر مملکت لاس ليک نه پس د مدرسو په معامله رجسټريشن بل په باقاعده توګه قانون جوړ شوې او دې لړ کښې نوټي فکيشن هم جاري شويدې ۔
نوټي فکيشن ترمخه اوس به د سوسائيټيز ايکټ لاندې د ديني مدرسو رجسټريشن کيږي ،د قامي اسمبلۍ ترجمان وئيلي دي چې باهمي مشاورت نه پس د مدرسو رجسټريشن معامله حل کړې شويده ۔
ياده دې وي چې دغه بل د قامي اسمبلۍ نه پس سينيټ نه هم پاس شوې وو،ولې صدر مملکت په دغه بل دستخط نۀ وو کړې او دا ئې واپس کړې وو، په کوم چې جے يو آئي امير مولانا فضل الرحمان سخت تحفظات څرګند کړي وو ۔
د جے يو آئي تحفظاتو نه پس وفاقي کابينې د دغه بل منظوري ورکړې وه، په کوم چې اوس صدر مملکت لاس ليک کړې او دا په باقاعده توګه قانون جوړ شويدې ۔