پيښور: د خېبر پښتونخوا اطلاعاتو مشير بيرسټر سيف په مشرې کښې حکومتي جرګه کرم نه واپس پيښور ته راسېدلې ده، جرګے تيره ورځ کرم کښې عمائدينو سره ملاقات کړې وې ۔
بيرسټر سيف وائي چې دواړو فريقينو اوو ورځې جنګ بندې باندې اتفاق کړېدې، ولې فريقينو د يو بل قيديانو او مړي واپس کولو باندې هم مکمل اتفاق کړېدې ۔
هغه اووئيل چې د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ په هدايت حکومتي وفد عمائدينو سره جرګه کوي، تاؤ تريخوالې ختمولو لپاره ټول معاملات خوش اسلوبې سره حل کولو کوشش کوؤ ۔
د اطلاعاتو مشير بيرسټر سيف دا هم وئيلي چې اولين ترجيح د فريقينو ترمينځ سيز فائر او امن قائمول دي ، وزيراعلیٰ واضحه هدايات دي چې ټول مسئل دې خبرو اترو د لارې حل کړې شي ۔
واضحه دې وي چې تيره ورځ کرمې کښې مسافرو ګاډو باندې نامعلومه مسلح کسانو ډزې کړې وې چې پکښې نهه څلويښت کسان پحق راسېدلي وو ۔
ياده دې وي چې کرمه کښې زيارت په ورځ د پيښور نه پاړاچنا ته تلونکي ګاډو قافله باندې مندري او اوچت سيمو کښې ډزې شوې وې چې پکښې نهه څلويښت کسان پځق رسيدلي، او دغې پيښې نه پس مختلفو علاقو کښې د فريقينو ترمينح مختلفو انښتو کښې په مجموعي ډول يو نوي کسان مړه او سلو پورې ژوبل شوي وو ۔