د خېبرپښتونخوا قبائلي ضلع کرم کښې د دوؤ قبيلو ترمينځ د زمکې په لانجه انښته پنځه ورځې پس اودريده
د پولیسو وينا ترمخه د کرمې ضلعې په مختلفو سیمو بوشهره ،مالي خیل، بالش خیل او خار کلي او پیواړ تري منګل کښې د دوؤ قبیلو ترمينځ د زمکې شخړه کښې په پنځمه ورځ ډزبندي شويده
د کرم مقامي مشرانو، فوجي چارواکو او پوليس په کوششونو دغه ډزبندي شويده
په دې جهګړه کښې د دواړه فريقينو نه پنځه ديرش کسان مړه او يو نيم سل پورې ژوبل شويدي
دواړه ډلو لخوا د درنې وسلې استعمال شوې چې پکښې د راکټو استعمال هم شويدې
کرم پوليس وائي چې دا محال مورچې د فريقين نه خالي کړے شوي او دغه مورچو کښې د پاک فوج ځوانان او پوليس اهلکار تعنيات کړے شويدي
د دي جهګړے په وجه پاړه چنار او صده بازار هم بند وو،دغه شان مين شاهراه ، سکولونه او دفترونه هم بند پراته وو