نګران وزير داخله سرفراز بګټي وئيلي چې تر دې دمه درې لکه بےاسناده کډوالو خپل وطن ته واپسي کړې،د انخلا عمل به په يوه مياشت کښې مکمل شي،تلي غيرقانوني کډوالو کښې نهه نوي فيصد نه زيات خلق افغان کډوال دي، بلخوا هغه دا هم وئيلي چې چئيرمين پي ټي آئي ته جيل کښې
داسې سهوليات ورکړې شوي چې عام وګړې د هغې تصور هم نشي کولے.
غير ملکي ميډيا ته انټرويو دوران نګران وزير داخله وئيلي چې د چئيرمين پي ټي آئي په اته ويشتم
نومبر پيشې په اړه د عدالت په حکم به ضرور عمل کولے شي،
هغه دا هم وئيلي چې نوازشريف باندې زياتره کيسونه بےبنياده وو،نګران حکومت نواز شريف ته هيڅ فيور نه ورکوي، مونږ لپاره نواز شريف او بلاول دواړه قابل احترام دي،
داخله وزير زياته کړه چې د بےدرکه شوو خلقو معامله کښې د عدالت نګران وزيراعظم رابلل نامناسب عمل دې،پاکستان کښې د بےدرکه شوو خلقو شميره خطه کښې د ټولو کمه ده.