پنډۍ کښې خبري غونډې ته په وينا کښې ډي جي آئي ايس پي آر ليفټننټ جنرل احمد شريف چودهري اوويل چې دجنرل (ر) فيض حميد مقدمه ددفاع وزارت لخوا فوج ته ليږلې شوې وه ۔ دې کيس لپاره په باقاعده د خصوصې کاروائۍ اآغاز کړې شويدې ۔
هغه اوويل که څوک په فوج کښې خپل مقام د شخصي ګټو لپاره کوي يا سياسي اجنډے باندې کار کوي، نو داسې حال کښې به د پاک فوج د احتساب طريقه کار عمل کيږې ۔
دوي اووئيل چې دې کيس کښې څومره هم کسان نيولي شوي،هغوي ته د خپلې خوښې د وکیل نيولوحق په ګډون ټول حقونه ورکړې شويدي ۔
ليفټننټ جنرل احمد شريف چودهري وئيلي دي چې د شواهدو نه وروستو پلټنو کښې ثابته شوې چې فيض حميد د آرمي ايکټ د يو شمير رولز خلاف ورزي کړې او د هغه د ريټائرمنټ نه وروسته د آرمي ايکټ يو شمير خلاف ورزي هم په ډاګه شوي دي چې پکښې د فيلډ جنرل کورټ مارشل شروع کړې شويدې ۔
د پاک فوج ترجمان اووئيل چې د فیض حمید کيس د دې خبرې ثبوت دې چې پاک فوج د ذاتي او سياسي مفاداتو لپاره شوې خلاف ورزيانې څومره سنجيدګۍ سره اخلي او بلا تفريق د قانون مطابق په فوري توګه کارروائيانې هم کوي ۔
د پاک فوج ترجمان طمع څرګند کړې چې داسې کاروائيانو نه پس مونږ د ملک نورو ادارو ته هم ترغيب ورکوؤ چې څوک د خپل ذاتي او سياسي مفاد لپاره هلې ځلې کوي نو کۀ چرۀ هر څومره لوئې څوکۍ باندې ناست وي خو هغه خلاف دې کاروائيانې پيل کړې شي ۔
ليفټيننټ جنرل احمد شريف چودهري مخکښې وئيلي چې پاک فوج نۀ د يو سياسي جماعت خلاف دې او نۀ د يو سياسي ګوند مرستې کوي، او نۀ ئې سياسي ايجنډا شته، که چرې فوج کښې څوک دغه شان کاروانه اوکړې نو د خود احتسابې عمل په حرکت کښې راځي او بيا د ثبوتونو په رڼا کښې د قانون مطابق کاروائي هم کيږې ۔
ډي جي آۍي ايس پي آر اووئيل چې تير اتۀ مياشتو دوران د ترهه ګرو او د هغوي سهولت کارو خلاف دوه ديرش زره نه سيوا آپريشنونه شوي ،چې پکښې نوي ترهه ګر وژلي شوي ، بلخوا افغانستان نه د ترهه ګرو کاروائياني او سهولت کاري نوره هم سيوا شويده ۔