آئي ايس پي آر طرف نه جاري شوې معلوماتو مطابق سيکيورټي فورسز د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کښې خفيه اطلاع باندې عمليات کړي دي ۔
سيکيورټي فورسز په خفيه اطلاع اول د ترهه ګرو د ټهکانې نشاندهي اوکړه او د دې وروستو ئې کامياب آپريشن کړې، چې پکښې شپږ ترهه ګر وژلي شوي او شپږ نور ژوبل شويدي ۔
د آئي ايس پي آر بيان کښې وئيلي شوي چې د ترهه ګرو ولقې نه وسله او ګوله بارود هم برآمد کړې شويدي ۔
آئي ايس پي آر دا هم وئيلي چې وژلي شوي ترهه ګر سيکيورټي فورسز او عام خلقو وژنه کښې ککړ وؤ، سيمه کښې د نورو ترهه ګرو د لټون لپاره عمليات له جاري دي ۔
آئي ايس پي آر وائي چې پاک فوج د ملک نه د ترهه ګرۍ ناسور ختموؤلو په عزم کلک ولاړ دې ۔