د پاک فوج اطلاعاتو شعبې آئي ايس پي آر له لوري جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې د بلوچستان په هرنائي ضلع کښې ترهه ګرو بے ګناه وګړو خلاف د کاروائۍ منصوبه بندي کوله ، د دغې منصوبه بندۍ په اطلاع سيکيورټي فورسز آپريشن کړېدې ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې خفيه اطلاع باندې د ميجر محمد حسيب مشرۍ کښې سيکيورټي فورسز دغه سيمه کليئر کولو لپاره کاروائي پيل کړې وه ، او دې دوران درې ترهه ګر وژلي شوي دي ۔
آئي ايس پي آر مطابق کاروائۍ دوران د ترهه ګرو لخوا نصب کړې شوې بارودي مواد د سيکيورټي فورسز ګاډي باندې ډزيدلي ،چې لوجې ئې فرنټ لائن باندې موجود ميجر حسيب او حوالدار نور احمد بهادرۍ سره خپل وطن لپاره ځانونه قربان کړې او شهيدان شويدي ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې کاروائۍ کښې شهيد شوې اته ويشت کلن ميجر حسيب تعلق پنډۍ سره وو ، شهيد افسر اته کاله او شپږ مياشتې پاک فوج کښې د فرائضو ادائيګي نترسره کړې وه ۔
بيان کښې دا هم وئيلي شوي چې شهيد شوې اته ديرش کلن حوالدار نور احمد تعلق د بلوچستان ضلع بارکهان سره وو او څوارلس کاله ئې د ملک او قام خدمت کړې وو ۔