توشه خانه کيس ، نوازشريف عدالت ته سرينډر شوے، د کوم ورستو چئ احتساب عدالت نواز شريف دائمي وارنټ ګرفتاري ختم کړي، نيب پراسيکيوټر عدالت ته ويلي چي د نواز شريف په ضمانت هيڅ اعتراض نيشته، عدالت جائيداد ضبطي کښي نيب ته نوټس ليږلي اوشلم نومبر پوري سماعت ځنډولي دي.
مسلم ليګ ن قائد نواز شريف توشه خانه کيس کښې احتساب عدالت ته سرينډر شويدي ،احتساب عدالت جج محمد بشير د کيس سماعت کړي ۔نواز شريف پيشي په موقع اسلام اباد پوليس سخت سيکيورټي انتظامات کړي وو او د نواز شريف لپاره بيل اسپيشل سيکوارډ ورکړي شوي وو،
نواز شريف وکيل قاضي مصباح احتساب عدالت کښي دري درخواستونه جمع کړي وو چي پکښي د نواز شريف جائيداد ضبط کولو حکم معطلي هم شامله ده،
سماعت شروع کيدو سره جج په حکم نواز شريف روسټرم باندي راغلو او حاضري ئي اولګوله،
عدالت جائيداد ضبطي درخواست باندي نيب ته نوټس ليږلي ،نيب پراسيکيوټر عدالت ته ويلي دي چي نواز شريف عدالت ته سرنډر شويدي نو وارنټ دي منسوخ کړي شي
عدالت د لس لاکه مچلکو جمع کولو په عوض د نواز شريف دائمي وارنټ ګرفتاري ختمه کړي او سماعت ئي شلم نومبر پوري ځنډولي دي.