اسلام آباد: قامي اسمبلې اجلاس ته د پيپلز پارټې شازيه مري د اے پي ايس سانحه لس کاله مکمل کيدو قرارداد پيش کړېدې،کوم چې په متفقه توګه منظور کړې شوېدې ۔
قرار داد کښې وئيلي شوي چې د اے پي ايس شهيد ماشومانو قربانۍ ترهه ګرۍ خلاف ملک يوځائې کړېدې، حکومت او عوام به هيڅ صورت کښې ترهه ګري برداشت نکړي، دا ايون د ترهه ګرۍ خلاف فورسز قربانو ته خراج تحسين وړاندې کوي ۔
قرار داد کښې مخکښې وئيلي شوي چې دا ايون شپاړسم دسمبر د قامي ورځې په توګه نمانځلو سفارش کوي،معصوم ماشومانو، سټاف او سکولز ناقابل يقين بهادرۍ مظاهره کړېده، شهداؤ قربانو قام د ترهه ګرۍ او انتها پسندې خلاف يوځائې کړېدې ۔
قرارداد مطابق ايوان د پاکستان آرمډ فورسز او مسلح پوځ سره يوالې اظهار کوي، ايوان پاکستان د ترهه ګرې نه مکمل پاک کولو اعاده کوي ۔
بلخوا قامي اسمبلې د معمول ايجنډا معطل کولو قرارداد هم اتفاق رائے سره منظور کړېدې ۔