د چارسدې پوليس سټيشن عمرزئي حدود اخون ډهيرۍ کښې د پوليس ګاډي سره نيزدې خودکش حمله آور خپل ځان الوزولې دې ، چاودنه کښې پوليس اهلکارو او د هغوي ګاډې مکمل محفوط پاتي شوې دې ۔
خود کش حمله آور په موټر سائيکل راغلې وو او د پوليس ګاډې په نښۀ کولو کوشش ئې کړې وو، ، کله چي د پوليسو ګاډي تيرو شو نو ځان ئي الوزولې دې ۔
د چاودنې نه پس د پوليسو درنې نفرۍ سيمه کښې سرچ آپريشن کړے ، پوليس وائي چې خصوصي ټيم د چاودنې نوعيت معلوموي او پيښي پلټني ئې شروع کړيدي ۔
پوليس مخکښې وئيلي چې چاودنې ځائې نه شناختي کارډ او پيسې هم ميلاو شوي دي ۔