پېښور – په خیبرپښتونخوا کې د تېرو دریو کلونو راهسې د ګاډو په رجسټریشن کې د پام وړ کمې راغلی دی. د رسمي شمېرو تر مخه، په 2021 او 2022 کلونو کې 1,06,717 ګاډي رجسټرډ شوي وو، خو دا شمېره په 2023 کې کمه شوې ده.
د تېر کال شميره ښايي چې په ټولو سیمو کې د ګاډو رجسټریشن کم شوی، خو بیا هم پېښور تر ټولو وړاندې وو، چرته چې 22,000 نوي ګاډي رجسټر شول.
د ګاډو د رجسټريشن د کمي وجه اقتصادي ستونزې او ډالر لوړوالی دے. بلخوا ټيکسونه هم سيوا شوي
کارپوهان وړاندیز کوي چې حکومت باید د موټر رجسټریشن اسانه کړي، مالیات کم کړي، او خلکو ته د قسطونو په اساس د رجسټریشن اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو د ګاډو رجسټریشن کچه بېرته لوړه شي.