د امريکې سنټرل کمانډ جريدے يونى پاتهـ چيف اف آرمى سټاف جنرل عاصم منيرد تشدد پسند سخت دريزې خلاف يو توانا آواز ګرځولي اودپاک فوج سرلښکر ته ئي شاندار الفاط کښي خراج تحسين وړاندې کړې ۔
د امريکې جريدے جنرل عاصم منيرپېشه ورانه او قائدانه صلاحيتونو اعتراف کړېدې ،وائى چې آرمى چيف جنرل عاصم منير به په هاغه ليډرانو کښې يادولې شى چا چې د پاکستان سلامتيا،استحکام او خوشحالۍ ته ترجيح ورکوى ۔
د امريکې سنټرل کمانډ جريدے يونى پاتهـ د ارمى چيف جنرل عاصم منير اقدامات ستائلي دي ۔
امريکائي جريدے ليکلي چي آرمى چيف جنرل عاصم منير په کال دوه زره دوويشتم کښې کمان سنبهالولو سره سم د پاکستان سلامتې ، استحکام او خوشحالۍ لپاره شپه ورځ يوه کړې ۔
د جريدے رپورټ کښې وئيلي شوي چې آرمى چيف د دهشت ګردۍ مخنيوى لپاره د زړه نه کوششونه کوى او يقين ئې دې چې يو ورځ به پاکستان د دهشت ګردو نه آزاد شي ۔
سينټ کام جريدے ليکلي چې آرمي چيف جنرل عاصم منير واضحه کړې چې دهشت ګرد به د قانون مخې ته سر ټيټوى او د اولس حفاظت لپاره به حکومت د دهشت ګردو نيټ ورک ختموى ۔
جريدے ترمخه دآرمى چيف جنرل عاصم منير وينا ده د پنځم جنريشن وارفيئر لوجې چيلنجونه شته او د هغوې مقابلې لپاره د پوځ تيارې ډيره ضرورى ده ۔
آرمى چيف جنرل عاصم منير وائى چې خصوصى سرمايه کارۍ لپاره د سهولت کونسل او ګرين پاکستان انيشيټو پشان اقدامات کښې به مرسته کوو او د روزګار مواقعې پيدا کولو او معاشى ترقۍ حمايت کوو ۔
جريدے دا هم ليکلى چې ارمى چيف د اقليتونو تحفظ اوسماجى فلاح لپاره زړه پوري اقدامات کړي دى ۔بلخوا دفاعي پوهانو د امريکې سينټرل کمانډ جريدے دغه مضمون ډير اهم ګرځولې او وئيلي دي چې آرمي چيف ټول قام يو کولو او د ملک معاشي صورتحال بهترۍ لپارهه بهترين کردار ادا کوي ۔