يو سياسي جماعت د يو څو روځونو نه دپاک چين تعلقاتو باندې پروپيګنډا کوي،د وفاقي وزير احسن اقبال پريس کانفرنس ، وائي چې پاکستان او چين تعلقاتو باندې ټرولنګ هم شروع کړے شوې،تاثره ورکولے کيږي چې خداے مه که دپاکستان او چين په تعلقاتو کښې کمې راغلې دې
لاهور کښې پريس کانفريس دوران وفاقي وزير منصوبه بندي احسن اقبال وئيلي چې مخالفين دباؤ کښې رواستو لپاره ټرولنګ شروع کړے شويدي نيوکې کونکې د ټرولنګ په ذريعه هراسا کولے کيږې، هغه وينا وه چې مونږ په حکومت او اپوزيشن کښې پاتې شوې يوو، چرته مو د رياستې ادارو باندې تنقيد نه دې کړې، که چرې ادارې مو کمزورې کړې، نو د رياست بقا لپاره به بهر نه څوک نشو رواستې
احسن اقبال زياته کړې چې په اولني ځل د سپيس په شبعه کښې چين سره تعلقات په وړاندې بوځو،د چين اشتراک سره به د سپيس پروګرام پرمختګ اوکړي ، چين هم باور راکړے چې سي پيک اپ ګريډ کولو ته تيار يوو
وفاقي وزير دا هم وئيلي چې چين سره روابط د سپيس شعبې په ذريعه نور هم سيوا کولے شو، وائي چې مشترکه بيان اوريدو روستو څوک کم عقل به وي ، چې دا وائي چې دچين سره تعلقات کم شويدي ،اوسنۍ دورې سره پاک چين اړيکې نورې مضبوطې شويدي،د چين صدر هم وئيلي چې سټريټجک تعلقات نور مضبوطول غواړو