تخت بهائۍ کښې نامعلوم ملزمانو په پوليس پارټۍ ډزې کړي،د پوليس سټيشن ساړوشاه په حدود کښې موټرسائيکل سواره ملزمانو په ډزوکښې پوليس اے ايس ائي ولي محمد خان شهيد شويدې ۔
پوليس چارواکو وينا مطابق پوليس چوکي ګاروشاه انچارج ولي محمد خان سره د پوليس نفرۍ په مهتر غونډۍ کښې ناکه بندي دوران موټرسائيکل سوارو تنانو له دا ودريدو اشاره ورکرې چي په نتيجه کښې ملزمانو له خوا پوليس پارټۍ پاندې ډزې شوې وې ۔
پوليس چارواکو وئيلي چې د ملزمانو د ډزو په نتيجه کښې اے ايس ائي ولي محمد خان سخت ژوبل شو ې وو،او بيا هغه په فوري توګه مردان ميډکل کمپليکس ته منتقل کړې شوې وو ۔
پوليس وئيلي چې ژوبل شوې اهلکار په هسپتال کښې ساه ورکړې او شهيد شويدې ،پيښې نه پس پوليس علاقه کښې سرچ آپريشن کړې او د ملزمانو نيولو لپاره ئې کاروائيانې پيل کړېدي ۔