واشنګټن ائير پورټ سره نزدې مسافر طياره او فوجي هيلي کاپټر جنګيدلي چې له امله يئ مسافر طياره درياب کښې پريوتې او تباه شوې ۔
طيارو کښې قريبا شپيته پورې مسافر وو چې پکښې اوسه پورې اتلس مړي راويستلي شوي او د نورو مړو هم انديښنه ده ۔
د پيښې وروستو په ائير پورټ ټول پروازونه معطل شوي ، امريکائي چارواکو مطابق طياره کښې شپيته پورې مسافر وو ۔
د واشنګټن ډې سي فائر چيف وئيلي دي چې خراب او يخ موسم لوجې امدادي هلو ځلو کښې مشکلات رامخې دي ، ممکنه ده چې ريسکيو آپريشن خښې ډير وخت اولګي ۔
بلخوا امريکائي صدر ډونلډ ټمپ د پيښې نه خبر کړې شويدې ، هغه وئيلي چي ټول صورتحال نه خبر يم او پخپله ئې مانيټر کوم ۔