د پيښور باچه خان مرکز کښې د خېبر پښتونخوا مسئلو حل کولو لپاره د مختلفو سياسي جماعتونو او غړو باندې مشتمل خصوصي کميټۍ غونډه سرته رسيدلي ده
غونډه کښې اتفاق رائے سره يو شمير نکاتو ته حتمي شکل ورکړے شوې
غونډۀ کښې شوې فيصلو په اړه به د مشترکه اعلاميې او د راتلونکي تګ لارې اعلان به د کميټۍ صوبائې مشران کوي
غونډه کښې د عوامي نيشنل پارټۍ، جمعيت علمائے اسلام،جماعت اسلامي،قامي وطن پارټۍ،نيشنل ډيموکريټک موومنټ،پښتونخوا نيشنل عوامي پارټي،عوامي ورکرز پارټي او پاکستان مزدور کسان پارټۍ مشران شريک شوي وو
غونډه کښې غړو د وړؤمبي اجلاس فيصلو په رنړا کښې د خپلو ګوندونو لخوا مختلف سفارشات وړاندې کړے شوي،او تفصيلي مشاورت پرې شويدې
شرکا په اتفاق رائے سره مختلف نکاتو ته حتمي شکل ورکړې،او وئيلي دي چې د خپل مينځي مشاورت نه پس به د مشترکه اعلاميې او مستقبل لائحه عمل اعلان د کميټۍ صوبائي قائدين کوي