د سرښار اسلام آباد په يو نجي يونيورسټۍ کښې د ايلومنائي ګټ ټوګيدر يو خوندوره دستوره ترسره شوه، تقريب کښې چې د يونيورسټۍ نه فارغ شوي طلبا، استاذانو او نور اهم شخصيات شريک وو ۔
دستوره کښې ګډون والو وئيلي چې د سکول، او کالج نه بعد يونيورسټۍ يو داسې اداره وي ، د کوم ځائے نه چې طلبا د خپل کيريئر تعين کوي ۔
د هغوي وينا وه چې د ټيکنالوجي په دور کښې هم د تعليم خپل اهميت دے، د تعليم نه بغېر د هيڅ يوملک ترقي ممکن نۀ ده ۔
دوي ځوان کول ته خصوصي پيغام ورکړې چې د سوشل ميډيا استعمال سره سره دې د خپل تعليمي کيريئر باندې خصوصي توجه ورکړي ۔
ګټ ټوګيدر دستوره کښې د شريک انټرټينمنټ لپاره د ټنګ ټکور اهتمام هم شوے وو ۔