اسلام آباد: دوزيراعظم شهبازشريف مشرۍ کښې د وفاقي کابينې اجلاس شوې چې پکښې د مسلم ليګ ن رهنما صديق الفاروق او کرک کښې د پوليو ټيم په سيکورټي مامور شهيد پوليس اهلکارو لپاره فاتحه خواني شوې ده ۔
اجلاس ته خطاب کښې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې د معيشت ترقۍ لپاره به ډير زر دجامع پروګرام اعلان اوکړې شي ۔
يونان کښې دکشتۍ حادثه کښې دپاکستانيانو په مرګ د افسوس اظهار کولو سره د وزيراعظم شهبازشريف وينا وه چې انساني سمګلنګ يو سنجيده چيلنج دے او دا چې د انساني سمګلنګ مخنيوي لپاره به يو اعلیٰ سطحي اجلاس منعقد کولې شي ۔
وزيراعظم اووئيل چې دې لړ کښې به اهم اجلاس کښې د کال دوه زره دري وشتم واقعاتو په رڼا کښې اهم فيصلې کولې شي او دا چې په دې فيصلو به سختۍ سره عمل درآمد هم کولې شي ۔
وزيراعظم اووئيل چې يونان کښې د کشتۍ حادثه کښي پنځه پاکستانيان پحق رسيدلي ، داسې غير قانوني طريقو سره لوئې شمير کښې قيمتي جانونه ضائع کيږي ۔
د وزيراعظم وينا وه چې شرح سود کښي دوه فيصد نور کمې خوش آئند خبره ده او طمع ده چې پاليسي ريټ کښې د کمي سره به معيشت وده اومومي، او ملک کښې به سرمايه کاري هم سيوا شي ۔
وزيراعظم شهبازشريف وينا وه چې بيروني سرمايه کاري د حکومت اولين ترجيح ده او دا چې د معيشت ترقۍ پحقله دجامع پروګرام به زر اعلان اوکړې شي ۔