د وزيراعلیٰ خېبرپښتونخوا سهيل آفريدي خلاف پېکا ايکټ لاندې اسلام آباد کښې مقدمه درج شويده، د نيشنل کرائم انوسټي ګيش ايجنسۍ لخوا درج شوې ايف آئي آر کښې وئيلي شوي چې انکوائرې کښې سهيل آفريدي خلاف سنګين الزامات مخې ته راغلي، ملزم رياستي ادارو خلاف د دروغو الزامات لګولي او دې لړ کښې ويډيو هم د پي ټي آئي يوټيوب چينل باندې شيئر کړېدې، ايف آئي آر مطابق ملزم په سوشل ميډېا اشتعال انګيز مواد خپاره کړېدي ۔
اسلام آباد: نيشنل کرائم انوسټي ګيش ايجنسۍ د د خېبرپښتونخوا وزيراعلیٰ سهيل آفريدي خلاف متنازعه بيان باندې د پېکا ايکټ لاندې ايف آئي آر درج کړېدې ۔
مقدمه کښې سهيل آفريدي براه راست ملزما نامزد کړې شوې او پکښې وئيلي شوي چې د مقدمې اندراج لپاره شوې انکوائرۍ کښې د ملزم لخوا رياستي ادارو خلاف سنګين الزامات مخې ته راغلي دي ۔
ايف آئي آر مطابق د سهيل آفريدي بياناتو سره رياستي ادارو ته نقصان رسيدلې دې، او دا چې ملزم سوشل ميډيا باندې راپاريدونکي مواد خپارۀ کړېدي ۔
مقدمه کښې دا هم وئيلي شوي چې د وزيراعلیٰ خېبرپښتونخوا بيانونو اولس کښې نفرت ، ويره او بدامني خورولو کوشش کړې دې ۔

