پيښور کښي ایف ائي اے د يو کاروائي دوران هغه تن ګرفتار کړي چا به چي په سوشل ميډيا د زنانو سره بليک ميلنګ کولو ترجمان ايف ائي اے وايي چي ملزم زبير د واقعاتو روستو باهر ملک ته تختيدلي وو.
ترجمان ايف ائي اے مطابق ملزم زبير په ضد سايبر کرايم کښي مقدمه درج ووه چا به چي د زنانو تصويرونه د بليک ميلنګ په توګه په سوشل ميډيا خورول او په واټس ايپ به يي هم زنانو ته دهمکي ورکولي
ترجمان ايف ائي ا ے ترمخه ملزم د باهر ملک نه د واپسی روستو په پيښور ائرپورټ ګرفتار کړي شوي او ډ قبضې نه يي د بليک ميلنګ ټول مواد هم ایف ائي اے خپله قبضه کښي اغستي