اختر په درېيو ورځو کښې د ريائے سند په بېلابېلو ځايونو کښې د ډوبېدو له امله د مړو شمېره لسو ته ورسېده، ضلعې انتظاميې دريائے سند کښې په لمبلو بنديز لږولې وؤ چې ورسره دفعه يوسل څلور هم نافذ کړې شوې وه خو دبده مرغه عمل درآمد پرې ونشو.
تفصيلاتوترمخۀ لوئے اختر کښې دسمندرغاړه هاکس بې او دريائے سند کښې ډوبېدلو غمجنې پیښو کښې لس کسان ډوب شوي، ډوب شوي خلک دريائے سند او سمندر په مختلف ځايونو کښې دخپلې کورنۍ سره پکنک په غرض راغلي وو
په دے پېښو کښې د سمندر د هاکس بي په مقام څلورکسان ډوب شوي، چې پکښې يوه ځناناهم شامله ده، ډوب شوي کسانو د راؤښکلو لپاره امدادي ګامونه پورته کړې شوي وؤ چې پکښې ډوب شوي کسان راؤښکلې شوي
ددے سره سره دريائے سند په مختلفو ځايونو کښې هم دپکنک په غرض راغلو کسانو کښې اوه کسان ډوب شوي، ډوب شوې خلک دخپلو ملګرو او دکور دخلکو سره چکر له راغلي وؤ خو په سيند کښې دلمبلو په وخت ډوب شوي
ضلعې انتظاميې دريائے سند کښې په لمبلو بنديز لږولې وؤ چې ورسره دفعه يوسل څلور هم نافذ کړې شوې وه خو دبده مرغه عمل درآمد کونکې نشت په برابر وؤ چې له عمله دا پېښې مخې ته راغلي