د پاکستان، ترکيه، مصر او سعودي عرب خارجه وزيرانو د استنبول په غونډه کښې د مشرق وسطیٰ او منطقې په صورتحال اندېښنه څرګنده کړې او د امن لپاره ئې په سفارتي کوششونو جاري ساتلو اتفاق کړے دے، د څلورو ملکونو خارجه وزيرانو د اجلاس نه پس جاري شوې په شريکه اعلاميه کښې د فلسطين د دوؤ رياستونو حل د زر تر زره عملي کولو غوښتنه شوې، بلخوا په آبنائے هرمز کښې د محفوظ بحري تګ راتګ د فوري بحالۍ غوښتنه هم شوې ده ۔
د ترکيې په استنبول ښار کښې د پاکستان، ترکيه، مصر او سعودي عرب د خارجه وزيرانو غونډه شوې، چې پکښې د منطقې په موجوده صورتحال غور شوې دې ۔
اجلاس نه پس جاري شوې مشترکه اعلاميه کښې د مشرق وسطیٰ او منطقې د صورتحال جاج اخستې شوې او د امن او استحکام لپاره د سفارتي کوششونو جاري ساتلو د عزم څرګندونه شوې ده ۔
ګډه اعلاميه کښې د حوثي باغيانو لخوا په سعودي عرب کښې په عامه آبادۍ او ملکي تنصيباتو د حملو غندنه شوې، باب المندب کښې په تجارتي جهازونو د حملو مخالفت شوې او د حوثيانو نه د فوجي کاروائيانو او حملو فوري بندولو غوښتنه شوې ده، اعلاميه کښې د يمن د حکومت او سعودي عرب سره د مکمل يووالي څرګندونه هم شوې ده ۔
د اعلاميې ترمخه د امريکې، اسرائيل او ايران ترمينځ د شخړې حل يواځې د مذاکراتو او سفارتکارۍ له لارې ممکن دې، په پاکستان کښې د شوې مفاهمتي ياد داشت ملاتړ هم شوے دے، څلور واړو ملکونو د فلسطين د مسئلې د حل لپاره د دوؤ رياستونو په حل د زر تر زره عمل کولو غوښتنه هم کړې ده ۔

