د اسلام آباد ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت شپږ ويشتم نومبر احتجاج کيس کښې د وزيراعلیٰ سهيل آفريدي خلاف دوه څلويښت ګوهانو بيانونه ريکارډ کړي،دغه کيس کښې سهيل آفريدي پشمول پنځلس زره نه سيوا نامعلوم ملزمان ايف آئي آر کښې نامزد دي،چې پکښې صوبائي وزيران هم شامل دي،عدالت د کيس سماعت لسم ستمبر پورې ځنډولې دې .
د اسلام آباد ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت جج طاهر عباس سپرا د شپږويشتم نومبر احتجاج کيس سماعت کړې، سماعت دوران پراسيکيوشن د نورو څلورو ګواهانو بيانات ريکارډ کړېدي .
د وزيراعلیٰ سهيل آفريدي او مينا خان آفريدي پشمول د نورو خلاف کيس کښې په مجموعي توګه د دوه څلويښت ګواهانو بيانات ريکارډ کړې شويدي .
سهيل آفريدي پشمول پنځلس زره نه سيوا نامعلوم ملزمان ايف آئي آر کښې نامزد دې، ولې اے ټي سي اسلام آباد کښې اتو ملزمانو حد پورې ټرائل روان دې .
عدالت د کيس نور سماعت لسم ستمبر پورې ځنډولې دې، دغه کيس مقدمه سيکريټريټ تهانړے کښې درج ده .

